د امريکا د کرنې وزارت پلاوی به په لومړي ځل په شانګهای کې د چين د وارداتو په شپږم نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي
CMG2023/11/05 12:19:38
شريکول:

په چين کې د امريکا سفارت او د دې هېواد د سويابين د صادراتو ټولنې خبر ورکړی چې د کرنې وزارت به يې په لومړي ځل  په شانګهای کې د چين د وارداتو په شپږم نړيوال نندارتون کې د ګډون لپاره د يوه پلاوي مشري وکړي.

د معلوماتو له مخې ۱۷ امريکايي تصديو او شرکتونو په دې نندارتون کې د امريکا د خوړو او کرنې نندارتون کې غرفې ځای جوړې کړې او په عمده توګه د دې هېواد د کاليفورنيا،ايډاهو او جورجيا ايالتونو کرنيز توليدات او تخنيکونه نندارچيانو ته وړاندې کوي.په ورته وخت کې به په همدې ځای کې د کرنيزو محصولاتو د اخيستلو او په دې برخه کې د همکاريزو تړونونو د لاسليکولو مراسم تر سره شي.

د امريکا د سويابين د صادراتو ټولنې اجرائيوي رئيس سو جیان باور وښود چې ياد نندارتون د امريکا د کرنیزو چارو د استازو لپاره يو ښه فرصت دی چې له چينايي مشتريانو او په دې نندارتون کې له نورو برخوالو استازو سره د نظريو تبادلې کولی شي.