په شانګهای کې د چين د وارداتو شپږم نړيوال نندارتون افغان شرکتونو او سوداګرو ته فرصتونه برابروي
CMG2023/11/05 10:50:21
شريکول:

د چين د وارداتو شپږم نړيوال نندارتون به د نومبر له پنځمې څخه تر لسمې پورې د چین په شانګهای کې دوام ولري او اوس د چمتووالي کارونه يې بشپړ شوي دي. په راتلونکو څو ورځو کې به د ۱۵۴ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو مېلمانه او څه باندې ۳۴۰۰ تصدۍ پکې ګډون وکړي. د

 معلوماتو له مخې تر اوسه پورې د ثبت شويو کتوونکو شمېر شاوخوا ۴۱۰ زرو تنو ته رسېدلی دی. دا د پاملرنې وړ ده، چې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له اړوندو هېوادونو څخه راغلي تصدۍ به هم په دې نندارتون کې ګډون وکړي، چې په دې جمله کې افغان شرکتونه هم شامل دي. د دې نندارتون په اړه د چين د ميډيا ګروپ خبريالې غاټول د خواجه محمد امین د شرکت له رئیس محمد جان امینزی سره مرکه وکړه. هغه وويل، چې په شانګهای کې د چين د وارداتو شپږم نړيوال نندارتون افغان شرکتونو او سوداګرو ته فرصتونه برابروي.

ښاغلی محمد جان امينزی په وروستيو کلونو کې هميشه د چين او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي او په درېيم ځل په شانګهای کې د چين د وارداتو په نړيوال نندارتون کې ګډون کوي. د دې نندارتون د  يادونې په ترڅ کې هغه  وایي، چې دغه نندارتون د وارداتو تر عنوان لاندې د دولت په کچه ډېر مهم او غټ نندارتون بلل کيږي، چې پيمانه يې لويه ده او زيات کتوونکي راجلبوي او لازيات مشتريان او همکاران پيدا کيدای شي. په درېيم ځل په دې نندارتون کې ګډون کوم. پخوا مې غالۍ او صنعتي توکي له ځان سره راوړل، خو دا ځل غواړم، چې نندارچيانو ته نور افغان توليدات لکه جلغوزي، زردالو او نور خوراکي توکي وړاندې کړم. هيله من يم، چې مشتريان پیدا کړم او له هغوی سره قررداد لاسليک کړم. نو زمونږ لپاره دغه نندارتون د همکارانو د پيدا کولو لپاره يو ښه ډګر دی. که څوک په دې نندارتون کې اشتراک کوي، خامخا به افغان توليدات ښه وپلوري او مشتريان به په برياليتوب سره پیدا کړي.

ښاغلی امينزي په ۲۰۱۰کال کې په لومړي ځل چين ته راغلی و او له هغه وخت څخه يې کله نا کله چين ته سفر کړی دی. د ده په وينا په وروستيو کلونو کې چين ته د ده د سفرونو شمېر زيات شوی، چې له امله يې هغه د چين د پرمختګ عيني شاهد هم ګرځېدلی دی. نوموړي وویل، چې چين ورځ تل بلې ښه شوی او دا ننداتونونه هم ډېرې تر سره کيږي، چې دا نه يوازې د افغان سوداګرو بلکې د بېلا بېلو هېوادونو لپاره فرصتونه برابروي. ۱۳کلونه مخکې چين ته راغلی وم، د هغه وخت په پرتله په چين کې ډېر بدلونونه راغلي او هر کال نوي بدلونونه ليدل کيدای شي. نو چين د خارجيانو لپاره يو ښه او لوی مارکيټ دی او په نړۍ کې پياوړی اقتصاد ګڼل کيږي. د يو سوداګر په توګه زه د چين پر اقتصاد هم باور لرم او راتلونکي ته یې خوشبين يم.

د روان کال په لومړيو درېیو ربعو کې د چين اقتصادي شمېرنه ښيي، چې د بهرنيو سوداګرو نظرونه سم دي. د ابتدايي شمېرنې له مخې د روان کال په لومړيو درېیو ربعو کې  د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځه اعشاريه دوه زيات شوی، چې پرمختيایي انډول يې د نړۍ د عمده اقتصادونو په پرتله لوړ دی. چين نه يوازې د اقتصاد په برخه کې ځاني پرمختګ موندلی، بلکې د افغانستان په شمول نورو هېوادونو ته يې هم پرمختيایي فرصتونه برابر کړي. څه موده دمخه د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د نړيوالې همکارۍ په درېیم فورم کې د ګډون په پار چين ته  راغی او زمونږ سره د مرکې په ترڅ کې یې  وویل، چې په وروستيو کې افغانستان له چين سره د يو ميليارډ ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې، چې لس سلنه يې له افغانستان څخه چين ته صادرات دي او پاتې نوي سلنه يې بيا له چين څخه افغانستان ته توکي راوارد شوي. دا چې دواړه خواوې له خورا ښه ظرفيت برخمنې دي، نو هيله يې ښودله چې دغه راکړه ور کړه نوره هم پراخه شي. د شانګهای کې د ياد نندارتون په تر سره کېدو سره به دغه اړيکې خامخا لاټينګې شي.په دې اړه ښاغلي امينزي وويل، چې مونږ غواړو د دې نندارتون له لارې افغان توليدات وپلورو، چې چينايان د افغان توليداتو په باب لازيات معلومات تر لاسه کړي او ور سره بلدتيا ولري. په عين وخت کې اميد لرم، چې له چینايي شرکتونو سره قرردادونه لاسليک کړو او يو له بل سره همکارۍ پياوړې کړو. زمونږ د هڅو له لارې هم هيله لرو، چې دوه اړخيز سوداګریز ارزښت به تر زياتې اندازې پورې لوړ شي او له دې لارې دغه سوداګريزې اړيکې لاټينګې شي.