د ترکیې وګړو د یوه لاریون په ترڅ کې د اسرائیلو په وړاندې د امریکا سیاستونه وغندل
CMG2023/11/06 14:18:37
شريکول:

د ترکیې سلګونو خلکو د نومبر په ۵مه نېټه د دې هېواد د امریکايي ينڅيرليک هوايي پوځي اډې ته څېرمه چې د ترکيې په جنوب ختيځ کې پروت دی، د اسرائيلو په وړاندې د امريکا د سیاست پر ضد او په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه.

د ترکيې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکيې د بېلا بېلو ځایونو له خوا لاریون کوونکو د ترکیې او فلسطین بیرغونه په لاس کې وو، د امریکا او اسرائیلو پر ضد يې شعارونه ورکړل او له امریکا یې وغوښتل چې د اسرائیلو له ملاتړه لاس واخلي. دوی پر غزې د اسرائیلو پرله پسې بمباریو مخالفت وکړ او په غزه کې یې د اوربند غوښتنه وکړه.

دا لاریون په داسې حال کې پېښ شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ترکیې ته سفر کړی دی. د ترکیې ډیپلوماتیکو سرچینو تایید کړه چې بلېنکن د ځایي وخت د همدې ورځې په شپه له ترکیې څخه لیدنه وکړه.