نظرپوښتنه: په جاپان کې د حکومت ولسي ملاتړ راټیټ شوی
CMG2023/11/06 10:09:06
شريکول:

د جاپان د کيوډو نيوز د نومبر په ۵مه د نظر پوښتنې نتيجه خپره کړه او له مخې يې د دغه هېواد د صدراعظم فوميو کيشيډا کابينې د ملاتړ انډول ۲۸ اعشاريه ۳ سلنې ته ټيټ شوی، چې د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر کې د صدراعظم په توګه د ده د ماموریت له پيل کېدو راهيسې نوي ټيټوالي ته رسېدلی.

د فوميو کيشيډا کابينې د ملاتړ انډول کموالي عمده لامل دا دی، چې خلک د کابينې نوي اقتصادي تګلارې نه مني او د سروې ۶۲ اعشاريه ۵ سلنه ګډونوالو د عايداتو مالياتو د کموالي په شمول د حکومت د تګلارو پلویتوب نه کوي.