د اسرائيل پوځي وياند: د اسرائيل پوځ په بشپړه توګه غزه سيمه کلابنده کړې
CMG2023/11/06 09:55:35
شريکول:

د اسرائیل رسنیو د خبر له مخې، د اسرائيل د ملي دفاع پوځ وياند دانيل هاګاري د نومبر په ۵مه نېټه ويلي، چې اسرائيل پوځ په پوره توګه غزه سيمه کلابنده کړې او په شمالي او جنوبي برخو يې وېشلې. په عين وخت، د اسرائيل پوځ به په پر له پسې توګه عامو خلکو ته اجازه ورکړي، چې د غزې سيمې له شمالي برخې څخه جنوبي برخې ته ووځي.

د فلسطين د مخابراتو شرکت د نومبر په ۵مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي،‌ چې په غزه سيمه کې مخابرات او انټرنېټ ټول بند شوي دی. دا د اکتوبر له ۲۷مې نېټې راهيسې درېيم ځل دی چې په دې سيمه کې مخابرات او انټرنېټ پوره بند شوی.

د فلسطين د غزې سيمې د طبي چارو ادارې د نومبر په ۵مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په غزه سيمه کې د اسرائيل د پوځي عملياتو له امله ۹۷۷۰ تنه وژل شوي او ۲۴ زره او ۸۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.