په روسیه کې به د روان کال تر پايه د دری لکو بېرلو نفتو د ورځني صادراتي اندازې د کموالي تدابير دوام ولري
CMG2023/11/06 10:08:10
شريکول:

د روسیې د حکومت رسمي ويبپاڼې د نومبر په ۵مه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد مرستيال صدراعظم اليکسانډر نواک اعلان کړی، چې د نفتو بازار د ثابتوالي او بيلانس ساتلو لپاره به دغه هېواد د روان کال د دسمبر تر پايه په خپله خوښه د نورو دری لکو بېلرو نفتو او د نفتي توليداتو د ورځني صادراتي اندازې د کموالي تدابير دوام ولري.

نواک زياته کړه، چې دغه تدابير د روان کال په سپتمبر او اکتوبر کې تطبيق شوي دي. روسیه به په راتلونکي مياشت کې د بازار ارزونه وکړي، څو د نفتو د توليد اندازې د کموالي او يا زياتوالي پرېکړه وکړي.