لي چيانګ د چين د شپږم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ
CMG2023/11/06 09:56:13
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د نومبر په پنځمه نېټه په شانګهای کې د چين د شپږم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.

لي چيانګ په خپله وینا کې وويل، رئيس شي جين پينګ دغه نندارتون ته يو ځانګړی پيغام ولېږه چې د لوړې کچې د پرانيستلو او د پرانيستي نړیوال اقتصاد د جوړولو د پرمخ بېولو لپاره د چين ټينګ هوډ يې يو ځل بيا تایيد کړ. د چين نړيوال وارداتي نندارتون له جوړېدو راهیسې، د نړیوالو تدارکاتو، د پانګونې ودې، کلتوري تبادلې او ورخلاصون او همکارۍ په شمول د ۴ برخو رول په دوامداره توګه پياوړی شوی او د نړیوالو عامه توکو ځانګړتیاوې يې لا ښکاره شوې دي.

 د اسټرالیا صدراعظم انتوني البانیس، د کیوبا صدراعظم مانویل ماریرو او د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال ډاکتر محمد مخبر په ګډون د څو هېوادونو مشرانو هم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.