د عراق صدراعظم: پر غزې د اسرائيل له یرغل سره مخالفت کوو
CMG2023/11/06 10:46:04
شريکول:

د عراق صدراعظم محمد شيعه السوداني د نومبر په ۵مه نېټه څرګنده کړه چې عراق پر غزې د اسرائيل له يرغل سره مخالفت کوي او بايد سمدلاسه په غزه کې اوربند عملي شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په همدې ورځ عراق ته سفر وکړ. د عراق د صدراعظم مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې سوداني او بلېنکن د فلسطین او اسرائيل ترمنځ د کړکېچ د دوامدار سختېدو او په فلسطین کې د بشري وضعيت د مسلسلو خرابېدو په اړه بحثونه کړي دي. سوداني پر دې ټینګار وکړ چې عراق پر غزې د اسرائيل له تیري سره په کلکه مخالفت کوي، دواړه خواوې دې سمدلاسه اوربند پلی کړي او د بشري ناورین د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره دې د سرحدونو دروازې پرانیزي.

(ژباړه: شکريه)