د چين شپږم نړيوال وارداتي نندارتون د نوښتګرو لارو څخه د نړيوال پرمختګ او همکاريو د پرمخ بېولو لپاره هڅې کوي
CMG2023/11/06 10:19:21
شريکول:

د چين شپږم نړيوال وارداتي نندارتون يعنې د هونګ چياو نړيوال اقتصادي فورم د نومبر په پنځمه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شو. ګډون کوونکو بهرنيو سیاستوالو او د نړيوالو سازمانونو مسؤلينو د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ويلي چې دغه نندارتون نه یوازې د محصولاتو او تولیداتو معاملوي غونډه ده، بلکې د نوښت بازار، کلتوري ډګر او د نړيوالې همکارۍ نوی موډل هم دی چې همدا د نړيوالې ټولنې له خوا په لا اغېزناکو لارو چارو د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا او د نړيوال سوداګريز پرمختګ د پرمخبېولو لپاره ګټوره ده.

د استراليا صدراعظم البانيس وويل چې استراليا او چين د سيمې له پرمختګ، سمسورتيا، سولې او ثبات څخه برخمن شوي دي. د ۲۰۱۵م کال په پای کې د چين او استراليا د ازادې سوداګرۍ د تړون له نافذېدو راهيسې، د مالونو او خدماتو دوه اړخيز سوداګريز ارزښت دوه ځله زيات شوی چې له امله يې لازيات غوره استراليايي توليدات چيني بازار ته داخل شوي دي. هغه وويل چې په وروستيو کلونو کې د چين اقتصادي پرمختګ د پاملرنې وړ دی او چين د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې دي. د استراليا او چين ترمنځ اړيکې نه يوازې د استراليا بلکې د ګردې سيمې لپاره ډېرې مهمې دي. د ده په مشرۍ استراليايي حکومت به له چين سره همکاريو ته ادامه ورکړي، ځکه چې د ډيالوګ او همکارۍ له لارې د دوه اړخيزو اړيکو لاټينګښت د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون لري.

د کيوبا صدراعظم ماريرو د دې نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې کيوبا دغه نندارتون ته په درنه سترګه ګوري او په مسلسله توګه يې پکې ګډون کړی او کوي يې. د دې نندارتون تر سره کېدل د نړيوالې ټولنې له خوا په لا اغېزناکو لارو چارو د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا او نړيوال سوداګريز پرمختګ د پرمخبېولو لپاره ګټور دی. هغه زياته کړې چې کيوبا به په خپلواکه توګه د خپل پرمختیايي موډل پلي کولو ته دوام ورکړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو ګډو نظريو پر بنسټ به د اقتصاد، سوداګرۍ، پولي چارو، ساينس او تخنيک په برخو کې له چين سره اړيکې لاټينګې کړي.