د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۶مه نېټه د کمربند او لارې د ساينس او ټېکنالوژۍ د تبادلې لومړي کنفرانس ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ په دې پيغام کې په اشارې ويلي، چې د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ درېيم سرمشريزفورم په برياليتوب سره تر سره شو او د کمربند او لارې ګډې ابادۍ د لوړ کيفيت پرمختګ نوي پړاو ته داخل شوی دی. ساینسي او تخنیکي همکاري د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ یوه مهمه برخه ده. چين به د سولې او همکارۍ، ورخلاصون او ټولشموليت، متقابلې زده کړې او ګډو ګټو پر بنسټ د کمربند او لارې د ساينسي او تخنيکي نوښت پلان په ژوره توګه پلی کړي، اړوندې نړيوالې تبادلې ته به وده ورکړي، له بېلا بېلو هېوادونو سره به په ګډه د نوښت د ودې له امکاناتو څخه ګټه پورته کړي، د نوښت پټ همکاريز قوتونه به لوړ کړي، د نوښت همکاریزې اړيکې به پياوړې کړي، خلکو ته به د نوښت ګټې ورسوي، د کمربند او لارې د لوړ کيفيت پرمختګ په جوړولو کې به مرسته وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به هڅه وکړي.
(( د نوښت پر لور ګډه جوړونه او د همکارۍ او پرمختګ ګډه هڅونه )) د یاد کنفرانس اصلي موضوع ده.
د یادونې وړ ده چې دغه کنفرانس د چين د چونګ جينګ په ښار کې پرانيستل شو.
(ژباړه: شکريه)