له افغان خبریالانو سره د شینجیانګ کلیوالو سیمو لیدنه
CMG2023/11/06 16:25:22
شريکول:

د افغانستان د اس ټي ار نيوز ټلویزیون (STRnews) درېیو خبریالانو څو ورځې مخکې د شینجیانګ له کلیوالو سیمو څخه لیدنې وکړې او له نږدې يې د شینجیانګي بزګرانو ژوند حالت ولیدل. دوی په لس ورځني سفر کې د بزګرانو له کورنیو، کروندګرو سیمو، د کلیوالو فابریکو له تولیدي خونو او د انلاین سوداګرۍ د لایف خپرونو له سټوډیوو څخه لیدنې کړې دي.

خبریال احسان الله کريمي د لیدنې په ترڅ کې وویل، د شینجیانګ رښتینی حالت چې ما اوس ولید، د لوېديځو رسنیو په خبرونو او خپرونو کې له محتویاتو سره توپیر کوي او حتی په ټکر کې دی. په شینجیانګ کې د افغانستان په شان خوندور خواړه یا ښکلې ودانۍ شته. شینجیانګیان ارامه، اسانه او منظم ژوند لري، ځايي وګړي ډېر مهربانه دي.