شي جین پينګ د کیوبا له صدراعظم مانویل ماریرو کروز سره وکتل
CMG2023/11/06 21:22:34
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر په ۶مه په بېجینګ کې د کیوبا له صدراعظم مانویل ماریرو کروز سره وکتل.

رئیس شي جين پينګ په اشارې وویل، چې چین او کیوبا ښه دوستان او وروڼه دي، دواړو هېوادونو د خپل ځانګړتیا لرونکي سوسیالیزم د جوړونې په ترڅ کې یو د بل ملاتړ کړی، د نړۍ او سیمې موضوعاتو په اړه یې نږدې همکارۍ کړې او ژورې دوستانه اړیکې يې ټینګې کړې دي. چین غواړي له کیوبا سره متقابل سیاسي باور او ستراتيژیکې همکارۍ پياوړې کړي، چین به له بهرنیو لاسوهنو او بندیزونو سره د مخالفت او د خپل حاکمیت او ملي وقار د ساتلو په برخو کې له کیوبا څخه دوامدار کلک ملاتړ وکړي. چین د کیوبا هرکلی کوي چې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په وړاندیز کې ګډون کوي، دواړه خواوې دې د کرنې، سیلانیزو چارو، روغتیا، ټېکنالوژۍ او مخابراتي چارو په  ساحو کې خپلمنځي همکارۍ لا نورې ژورې کړي.

شي جين پينګ هیله وښودله چې کیوبا د چین د وارداتو نړیوال نندارتون په شمول د یو لړ اغېزناکو ډګرونو په کارولو سره نور زیات باکیفیته ځانګړي تولیدات د چین بازار ته وړاندې کړي.

ښاغلي مانویل ماریرو کروز وویل، زه ډېر خوشاله یم چې د چین د وارداتو په شپږم نړیوال نندارتون کې ګډون کوم. له چین څخه د دې لیدنې په ترڅ کې مې د چین د پرمختګ ستر بریالیتوبونه او په پروسه کې د چین کمونېست ګوند لارښوونکی رول نور ښه پېژندلی دی. چین له اوږدې مودې راهیسې له کیوبا سره صمیمي مرستې کړې، کیوبا هیله لري چې له چین سره همکاریزې او دوستانه اړیکې لا نورې ټينګې کړي او غواړي په نړیوالو او سیمه ییزو چارو کې له چین سره همغږۍ او تبادلې پراخې کړي.