شي جين پينګ د ((ماپل پل کاري ميتود )) د غوره کاروونکو ارګانونو له استازو سره وکتل
CMG2023/11/07 11:22:42
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۶مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د (( ماپل پل کاري ميتود )) (  Maple Bridge Working Method) د غوره کاروونکو ارګانونو له استازو سره وکتل، د زړه له کومې يې له هغوی مننه وکړه او تود هرکلی یې ترې وکړ او هغوی يې وهڅول چې خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي، د ماپل پول له تجربې څخه ښه ګټه پورته کړي او د خوندي چين د لا لوړې کچې پرمختګ لپاره لا زيات خدمتونه برابر کړي.

د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې، شي جين پينګ د (( ماپل پل )) تجربې د ټينګښت او پرمختګ په اړه يو لړ مهمې لارښوونې کړې دي او په وينا يې، بېلا بېل ځايونه دې د نوښت د هڅولو لپاره په خلکو نژدې تکيه وکړي او د چيني شکله عصري کېدو لپاره خوندي او ثابت ټولنيز چاپېريال دې جوړ کړي.

په دې وروستيو کې، په ټول هېواد کې د (( ماپل پل کاري میتود )) ۱۰۴ غوره کاروونکي ارګانونه ټاکل شوي دي.

(ژباړه: شکريه)