شي جين پینګ د سربيا له صدارعظمې انا برنابيک سره وکتل
CMG2023/11/07 11:27:18
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر د شپږمې نېټې په ماښام د سربيا له صدراعظمې انا برنابيک سره وکتل.

رئیس شي جين پینګ د خبرو اترو په جریان کې ویلي چې څه موده دمخه د سربیا ولسمشر اليکسندر ووچيچي په بېجينګ کې د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ په درېیم فورم کې ګډون کړی و او دا ځل اغلې صدراعظمه د چين په شپږم نړیوال وارداتي نندارتون کې ګډون کوي. له دې څخه له چين سره د سربيا خلکو دوستي او له چين سره د دې هېواد د اړيکو د  لاټينګښت ټينګ هوډ ښکاري. د نوي حالت پر وړاندې چين غواړي چې له سربيا سره يو ځای د دوه اړخيزو اړيکو د باکيفيته پرمختګ لپاره ګډې هلې ځلې وکړي څو د دواړو هېوادونو خلک ترې ګټې واخلي.

برنابيک ويلي چې د سربيا او چين ترمنځ اړيکې کلکې او ټينګې دي او اوس چين د سربيا تر ټولو لوی سوداګريز همکار ګرځېدلی دی. په نيمايي کال کې دواړو هېوادونو د ازادې سوداګرۍ تړون يو له بل سره لاسليک کړی او د دوه اړخيزو اړيکو د لا ټينګښت د ټينګ هوډ ښکارندويي کوي. سربيا د يو چين د پېژندلو پر تګلارې ټينګار کوي او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ، د علمي او ساينسي نوښت او کلتور په برخو کې د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.