شي جين پینګ د جنوبي افريقا د ولسمشر له مرستيال پال ماشلتيل سره وکتل
CMG2023/11/07 11:26:27
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر د شپږمې نېټې په ماښام د خلکو په لوی تالار کې د جنوبي افريقا د ولسمشر له مرستيال پال ماشلتيل سره وکتل.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې ويلي چې سږ کال د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۲۵مې کليزې سره برابر دی او دوه اړخيزې اړيکې زرین پېر ته داخلې شوې دي. چين غواړي چې له جنوبي افريقا سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د لا ټينګښت او د دغو اړيکو د نوي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

ماشلتيل وويل چې د روان کال په اګست کې رئيس شي جين پینګ له جنوبي افريقا څخه رسمي ليدنه وکړه چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ عنعنوی دوستي لاټينګه شوې او د دوه اړخيزو اړيکو د راتلونکي پرمختګ خوځښت يې جوړ کړی دی. جنوبي افريقا هيله لري چې خپل پرمختيایي ستراتيژي د چين د کمربند او لارې د وړاندیز سره ونښلوي او په بېلا بېلو برخو کې دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي.