جنوبي افریقا به له اسرائیلو څخه خپل ټول ډيپلوماتان راوباسي
CMG2023/11/07 10:53:10
شريکول:

د جنوبي افریقا د ولسمشرۍ ماڼۍ وزير کومبودزو اېنتشاويني د نومبر په ۶مه نېټه وويل، د جنوبي افريقا کابينې پرېکړه کړې چې په اسرائيلو کې مېشت ټول ډيپلوماتان راوباسي.

اېنتشاويني د همدې ورځې په یوه خبري ناسته کې وویل چې په غزه کې اسرائيل پر ښوونځیو، روغتونونو او ملکي وګړو پرله پسې بمبارۍ کړې دي او غزې ته یې د بشري مرستو لېږد بند کړی دی. جنوبي افريقا له داسې کړنو څخه ډېره مایوسه ده او پرېکړه مو وکړه چې له اسرائيلو څخه د دې هېواد ټول ډيپلوماتان راوباسو.

دغه اقدام ښيي چې د جنوبي افريقا حکومت د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ وضعیت ته خورا بدبینه دی. اېنتشاويني د ډیپلوماتانو د وربللو وخت او نور معلومات نه دي په ډاګه کړي.