شي جين پينګ د استراليا له صدراعظم انټوني البانيس سره وکتل
CMG2023/11/07 14:41:04
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۶مه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د استراليا له صدراعظم انټوني البانيس سره وکتل.

شي جين پينګ په اشارې سره ويلي، چې د چين او استراليا د ګډو هڅو په پار په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو تګ راتګ عادي شوی او د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والي سمې لارې ته روان دی. چين او استراليا دواړه د اسيا او ارام سمندر سیمې هېوادونه او د جي شل ډلې مهم غړي دي، دغه راز بايد د نړيوال وضيعت په سترو بدلونونو کې د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ سمې لارې ونيسي، چې د دواړو هېوادونو او د خلکو د ګډو ګټو او د سيمې د هېوادونو له ګډو هيلو سره سمون لري.

البانيس وويل، چې چين په وروستيو کلونو کې د بېوزلۍ کموالي او پرمختګ په برخو کې د ليدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. چين په اوږده موده کې په ثابته او دواملرونکې توګه پرمختګ کړی او کوي يې، چې استراليا او ټوله نړۍ ورڅخه زياتې ګټې اخيستلې دي. دواړه هېوادونه بايد متقابل درناوی وکړي، مساوات وساتي، همغږۍ او تبادلې زياتې کړي، تفاهم او همکارۍ پياوړې کړي او ګډې ګټې ومومي. استراليا د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او غواړي له چين سره د اړيکو د ثابت پرمختګ لپاره هڅه وکړي، اقتصادي او تجارتي تګ راتګ نژدې او زیات کړي، د پاکې انرژۍ او د اقليمي بدلون په شمول ساحو کې همکارۍ وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.