سږ کال په تېرو ۱۰ مياشتو کې د چين صادراتي او وارداتي چارې د ثابت روانېدو په حال کې وې
CMG2023/11/07 14:51:37
شريکول:

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د نومبر په ۷مه نېټه اعلان وکړ، چې د روان کال په لومړيو ۱۰ مياشتو کې د چين د وارداتي او صادراتي توکو عمومي ارزښت ۳۴ ټریلیونو، ۳۲۰ميليارډو یوانو ته رسېدلی دی، او د تېر کال د همدې مودې په نسبت په زرو کې 0.03 سلنه زیاتوالی ښيي.

 له دې جملې څخه د صادراتو ارزښت ۱۹ ټریلیونه، ۵۵۰ ميليارډه يوانه وو او د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله 0.4 سلنه زياتوالی ښيي، د وارداتو ارزښت ۱۴ ټریلیونه ۷۷۰ ميليارډه يوانه وو او 0.5 سلنه ټيټ شوی دی.

شمېرې ښيي، چې د اکتوبر په مياشت کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۳ ټریلیونه ۵۴۰ ميليارډه يوانه وو او د تېر کال د همدې مياشتې په نسبت 0.9 سلنه زياتوالی موندلی، د وارداتو او صادراتو د میاشتني رقم مثبت تمايل لا پياوړی شوی دی.

(ژباړه: شکريه)