۲۰۲۲م کال کې د امتیازي حقونو غوښتنلیکونو شمېر نوی ريکارډ جوړ کړی
CMG2023/11/07 14:54:04
شريکول:

د نړۍ د پوهنې مالکیت سازمان  د نومبر په ۶مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره ويلي، چې ۲۰۲۲م کال کې په ګرده نړۍ کې د امتیازي حقونو په اړه کابو ۳ ميليونه او ۴۶۰ زره غوښتنليکونه وړاندې شوي دي، دغه رقم نه يوازې په مسلسلو درېيو کلونو کې د زياتېدو په حال کې و، بلکې نوی ريکارډ يې هم جوړ کړی.

چین، امريکا، جاپان، کوريا جمهوريت او جرمني هغه هېوادونه دي چې د امتیازي حقونو د غوښتنلیکونو تر ټولو لوی شمېر لري. د دوی په منځ کې، چين کابو ۱ ميليون او ۵۸۰ زره غوښتنليکونه وړاندې کړي چې د ټولې نړۍ نږدې نیمایي حساب ته يې دوام ورکړی.

په ورته وخت کې، د ياد سازمان عمومي مدير ډارین تانګ خبرداری وکړ چې جیوپولیټیکل بې ثباتی او ناڅرګند اقتصادي امکانات ممکن د پوهنې مالکیت نړيوال سيستم ته زيان ورسوي.

(ژباړه: شکريه)