ګنګ شوانګ: چین د نړیوالو قوانینو له سرغړونو سره مخالفت کوي
CMG2023/11/07 14:14:15
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال استازي ګنګ شوانګ د نومبر په ۶مه نېټه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې نشي کولی د شخړو او جګړو پرمهال د نړیوال بشرپال قانون له اصولو سرغړونه وکړي.

ګنګ شوانګ وويل، چې د فلسطين او اسرائيلو اوسنۍ شخړه له يوې مياشتې راهيسې روانه ده، په غزه کې جګړه لا هم روانه ده او بې ساري بشري ناورين رامنځته شوی. چين د ملکي وګړو پر ضد هر ډول تاوتريخوالی او بريدونه غندي او د نړيوالو قوانينو له ټولو سرغړونو سره مخالفت کوي. ملکي تاسیسات لکه روغتونونه، ښوونځي او د کډوالو کمپونه باید د پوځي عملیاتو تر بریدونو لاندې رانشي.  

ګنګ شوانګ وويل، چې چين په غزه کې د سختو بشري حالاتو په اړه اندېښنه لري. چين د مصر او د دې سيمې د نورو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ګوترېش د هڅو ستاينه کوي چې غزې ته د بشردوستانه مرستو استولو زمینه سازي یې کړې او له اسرائيلو څخه يې وغوښتل چې د رفح بندر په بشپړ او اغېزناک ډول د کارولو شرايط برابر کړي.