د اسرائیلو په بریدونو تر دې دمه څه باندې لس زره غزه مېشتي وګړي وژل شوي
CMG2023/11/07 14:14:59
شريکول:

په غزه کې د فلسطين د روغتيا ادارې د نومبر په ۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د جګړې د نوي پړاو له پيلېدو راهيسې په غزه کې د اسرائيلو پوځيانو د بريدونو له امله ۱۰۰۲۲ تنه وژل شوي او تر ۲۵۰۰۰ زيات ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل چې په وژل شویو کې تر ۴۱۰۰ ډېر ماشومان او ۲۶۰۰ ښځې دي. په تېرو څو ساعتونو کې په غزه کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو په پایله کې نور ۲۵۲ تنه وژل شوي دي.