وانګ يي د استراليا او نيوزيلنډ له مشرانو سره وکتل
CMG2023/11/07 14:41:48
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۶مه نېټه په بېجينګ کې په جلا جلا توګه د استراليا د بهرنيو چارو له وزيرې پيني ونګ او د نيوزيلنډ له پخواني صدراعظم جان فيليپ کي سره وکتل.

وانګ يي له پيني ونګ سره د کتنې په وخت کې وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تېر کال د استراليا له صدراعظم انټوني البانيس سره وکتل او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه والي او پرمختګ لپاره یې لوري روښانه کړي. پيني ونګ وويل، چې دواړو خواوو په وروستيو کې د سوداګرۍ په شمول ساحو کې د خبرو اترو او همکاريو رغنده پرمختګ کړی، په مناسبه توګه يې خپلمنځي توپيرونه حل کړي او خپلمنځي اړيکې يې په پر له پسې توګه ښه والی کړی. له چين سره د اړيکو پرمختګ د استراليا له ګټو سره سمون لري.

وانګ يي له جان فيليپ کي سره د کتنې په وخت کې وويل، چې چين غواړي د نيوزيلنډ له نوي حکومت سره ښې کاري اړيکې جوړې کړي، د مشرتابه تګ راتګ پياوړی کړي او د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو نوې پاڼه پرانیزي. جان فيليپ کي وويل، باور دی چې د نيوزيلنډ نوی حکومت به له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه وګوري او د يو چين پېژندنې پر اصل به ټينګار وکړي او له چين سره د ګډو ګټو پر بنسټ به همکارۍ ژورې کړي.