د اسرائیلو پوځ: ځمکني ځواکونه پر غزې فشار زیاتوي
CMG2023/11/07 10:18:56
شريکول:

د اسرائیلو پوځ د نومبر د ۶مې نېټې په شپه د جګړې راپور خپور کړ او ویې ویل چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو ځمکني ځواکونه د جنګي پلان له مخې عملیات تر سره کوي او پر غزې سیمه فشارونه زیاتوي.

د اسرائیلو پوځ د روانې میاشتې د ۵مې نېټې په شپه او ۶مې نېټې په عملیاتو کې  د حماس ګڼ شمېر قوماندانان ووژل، د غزې په تړانګه کې یې د حماس ډېر بنسټیز تاسیسات او تونلونه ویجاړ کړل او هم یې د حماس يوه پوځي اډه ویجاړه کړه.