د هونګ چياو نړيوال اقتصادي فورم ګډونوالو د څواړخيز سوداګريز ميکانيزم غوښتنه وکړه
CMG2023/11/07 12:07:09
شريکول:

د چين شپږم نړيوال وارداتي نندارتون اوس په شانګهای کې روان دی. د هونګ چياو شپږم نړيوال اقتصادي فورم، چې د نوموړي نندارتون يوه برخه ده، د نومبر په ۶مه نېټه د څواړخيز سوداګريز ميکانيزم د خونديتوب او د نړيوالې اقتصادي او سوداګريزې ادارې د بشپړوالي تر عنوان لاندې فرعي فورم تر سره کړ. د دغه فرعي فورم برخه والو د شخړو د حل ميکانيزم د اصلاحاتو، ازادې سوداګرۍ او دواملرونکي پرمختګ په شمول پر بېلا بېلو مسئلو بحثونه وکړل.

برخه والو په دغه فورم کې وويل، چې د سوداګرۍ جګړه به پر نړيوالې سوداګرۍ مستقيم او اصلي زيانونه وکړي. له تېرو څو کلونو راهيسې، د نړيوالې سوداګريزې جګړې خطر زيات شوی او د نړيوال اقتصاد پر وړاندې يوه مهمه ننګونه ګرځېدلې ده. د پيسو نړيوال صندوق يو راپور ښيي، چې د سوداګريز محافظتي اقداماتو د نړيوالې سوداګرۍ پرمختګ محدود کړی او نړيوال اقتصاد ته يې نور زيات ناڅرګند امکانات او منفي اغېزې رسولې دي. د چين د سوداګرۍ وزیر مرستيال لينګ جي وويل، چې يواړخيزم او پروتيکشنيزم له تېرو څو کلونو راهيسې پورته شوی دی او څواړخيز سوداګريز ميکانيزم بايد د دغه وضعيت پر ضد اغېزمن ګامونه پورته کړي.

نوموړي وويل، چې چين به د ورخلاصون پر اساسي دولتي تګلارې ټينګار وکړي او د ورخلاصون د پياوړتيا له لارې د نړيوالې سوداګرۍ پرمختګ به وهڅوي. دغه راز، چين به د سوداګرۍ نړيوال سازمان په مرکزيتوب د جوړ شوي څواړخيز سوداګريز ميکانيزم صلاحيت او اعتبار وساتي، په پر له پسې توګه به د سوداګرۍ نړيوال سازمان په اصلاحاتو کې د ګډون په اړه چيني پلان بشپړ کړو او د دغه سازمان د اصلاحاتو په اړه به ګډو توافقاتو ته د تمرکز او د اختلافونو د پرېښودلو له لارې له نورو غړو سره د نظريو د سمون لپاره هڅې وکړي.

د نوموړي فورم ګډون کوونکو له دې سره موافقه وکړه، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د نړيوال اقتصاد د مهمو ننګونو پر وړاندې نړيوالې همکارۍ او همغږي پياوړې کړي. د همکاريو او نوښتونو د پياوړتيا په ګډون د اغېزمنو تدبيرونو تطبیق د نړيوال اقتصاد ثبات او دواملرونکی پرمختګ رامنځته کولی شي.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان پخواني مرستيال مدير يي شياو جون په دغه فورم کې وويل، چې د ګردې نړۍ عمده اقتصادونه بايد د امنيت، ورخلاصون او پرمختګ ترمنځ برابرې اړيکې ومومي، په تېره بيا لوی سوداګريز هېوادونه بايد د سړې جګړې له زيرو – سم مفکورې څخه ډډه وکړي، د شلو هېوادونو ډلې او د سوداګرۍ نړيوال سازمان په شمول څواړخيزې همکارۍ بايد پياړوې کړي او په دې سره بايد د ګډې ادارې، ګډو ګټو او ګډو برياليتوبونو په بڼه د نړيوالې ادارې نوی جوړښت جوړ کړي.

ښاغلي يي شياو جون وويل، چې اوس د شمالي امريکا او اروپا د هېوادونو په شمول ځينې پرمختللو هېوادونو خپلې اقتصادي او سوداګريزې تګلارې له ازادۍ سوداګرۍ څخه د حمايت پالنې او يو اړخيزم ته اړولې او ډېرې اړوندې تګلارې او اقدامات يې پلي کړي. دغه کړنې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د موخو او غوښتنو په خلاف دي. نوموړي زياته کړه، چې ټول لوی اقتصادونه بايد دا ټکی يو ځل بيا تائيد کړي، چې د ازادي کېدو او اسانه کېدو په لوري پرمختګ بايد د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصلاحاتو اصلي مسير وي او په دې سره به يو اړخيزم ته د لوېدو څخه نړۍ ژغورلی شي.

اوسمهال د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ اړيکې او مقررات ورځ تر بلې ټوټه ټوټه شوي او څواړخيزم او نړيوالې اقتصادي ادارې له ستونزو سره مخ شوي، په تېره بيا پرمختللي هېوادونه اقتصادي او سوداګريزو چارو ته د جيوپوليتيک او پانسيکوريټۍ (pan-security) د رنګونو ورکولو په هڅه کې دي او د ملي امنيت په پلمه يې د پروتيکشنيزم تدبيرونه او يواړخيز اقتصادي بنديزونه يې تطبيق کړي. دغو ناوړو کړنو د سوداګرۍ نړيوال سازمان صلاحيت او اعتبار ته سختې ننګونې رسولې دي. د پاريس سياسي پوهنتون د نړيوالو چارو انسټيټيوټ مشرې او د هسپانيا د بهرنيو چارو پخوانې وزيرې ارانچا ګونزاليز (Arancha González) وويل، چې زما په اند، اوسنی تر ټولو لوی خطر دا دی چې موږ په نړيوالې سوداګرۍ کې د امنيت مسئله افراطي تاکيد کړې او دا له اقتصادي منطق سره سمون نه لري.

د هونګ چياو نړيوال اقتصادي فورم برخه والو د نړيوال پرمختګ او د نړيوال اقتصادي او سوداګریزې ادارې په برخو کې د چين د مهم رول او خدمتونو په اړه تجربې او بېلګې شريکې کړې.