د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۶مه نېټه اعلان وکړ چې د امريکا د مالیې وزيرې جینټ ييلن په بلنه به د چين د صدراعظم مرستيال هه لي فنګ د نومبر له ۸مې نېټې څخه تر ١٢مې نېټې پورې له امريکا څخه ليدنه وکړي.