نظر پوښتنه: نړۍ د چين د لوړې سويې ورخلاصون ستايي
CMG2023/11/08 09:52:59
شريکول:

د چين شپږم نړيوال وارداتي نندارتون د تر سره کېدو په وخت کې CGTN په پنځو مشهورو ژبو د ټولې نړۍ انټرنيټ کاروونکو څخه نظر پوښتنه تر سره کړه او  د شميرنې له مخې، په دغه نظر پوښتنه کې ۹۲اعشاريه ۸سلنه ګډون کوونکي په دې نظر دي چې چين په مسلسلو شپږو کلونو کې وارداتي نندارتونونه تر سره کړي او په پر له پسې ډول د لوړې سويې د ورخلاصون ټينګې نښې خپروي، ۸۳اعشاريه ۶سلنه ګډون کوونکي دا نظر لري، چې د دغه نندارتون له حالت څخه دا ښکاري چې نړيوالې تصدۍ د ازادې سوداګرۍ او د بازار ورخلاصون ټينګ باور لري، ۸۶اعشاريه ۸سلنه ګډون کوونکي په دې اند دي، چې په دغه نندارتون کې ګډون کول په ناثابت نړيوال چاپيريال کې د تصديو لپاره د ثبات لټولو مهم ډګر دی، ۸۲اعشاريه ۵سلنه ګډون کوونکي دا نظر لري، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو، اسانه کېدو هڅونه وکړي، پرانيستي اقتصادونه جوړ کړي او د ګډو ګټو همکارۍ پراخې کړي، ۸۷اعشاريه ۲سلنه ګډون کوونکي د اقتصاد نړيوال کېدو لپاره د چين د هلو ځلو ستاينه کوي او دا نظر لري، چې چين د نه ستومانه کېدونکو اصلاحاتو او ورخلاصون له لارې د نړيوال اقتصاد د بيا احيا کېدو او د برابر، همغږۍ کوونکي او دوامونکي پرمختګ په چارو کې رغنده رول لوبوي.