د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون رئیس او د هراړخیزو ژورو اصلاحاتو کمېټې مدیر شي جين پينګ د نومبر په ۷مه نېټه د دې کمېټې درېيمې غونډې مشري وکړه.
په دغه غونډه کې ګډونوالو د ښکلي چین د ابادۍ د پوره هڅونې نظریې او د دولتي سرمایو او ګټو د کارونې د بودیجې نظام د بشپړېدو نظریې په شمول څو سندونه تر بحث وروسته تصویب کړل.
شي جين پينګ په دغه غونډه کې وویل، د ښکلي چين جوړونه د عصري سوسیالیستي هېواد د پوره ابادۍ یوه مهمه موخه ده، موږ باید تر ۲۰۳۵م کال پورې د ښکلي چین د ابادۍ موخې د پوره کولو او د ایکولوژيکي چاپېریال د ښه والي د هڅولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړو.
(هیله)