وانګ يي د ايرلنډ د صدراعظم له مرستيال او بهرنيو چارو وزير ميچيل مارټين سره خبرې اترې وکړې
CMG2023/11/08 11:13:16
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۷مه په بېجينګ کې د ايرلنډ له مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير ميچيل مارټين سره رسمي خبرې اترې تر سره کړې.

وانګ يي وويل، چين هېله لري، چې له ايرلنډ سره د متقابل درناوي او يو بل سره مساوي چلند کولو سياسي بنسټ ټينګ کړي، د پرانيستي وقعيت ښکار کړي، يو بل ته د ګټې رسولو پر بنسټ همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو ستراتيژيکي دوستانه اړيکې پرمخبوزي. روان کال د چين او اروپا تر منځ د هراړخیزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د جوړېدو له شلمې کليزې سره برابر دی، چې د دواړو خواوو همکارۍ د سيالې په مناسبت ښه روانه ده، فرصتونه د چلنجونو په پرتله زياته دي. هېله ده چې ايرلنډ په مداومه توګه د دواړو خواوو د اړيکو د پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي.

مارټين وويل، چې د يو چين پيژندنې اصول د دغه هېواد د هرې دورې حکومت څرګند دريځ دی. ايرلنډ غواړي له چين سره د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ او فرهنګي تبادلې ژورې کړي.