شي جين پينګ د نړۍ انټرنیټ کنفرانس د سرمشریزې پرانیستونکو مراسمو ته ویډیويي پيغام ولیږه
CMG2023/11/08 11:34:07
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر په ۸مه نېټه د ۲۰۲۳م کال د نړۍ انټرنیټ کنفرانس د وو جن سرمشریزې پرانیستونکو مراسمو ته ويډيويي پيغام ولیږه.

شي جين پينګ وویل، اوس په نړۍ کې ستر او پیچلي بدلونونه روان دي، انټرنیټ په پرمختګ، امنیت ساتنې او تمدن تبادلې کې مخ په زیاتېدو رول ولوبوي، نو د انټرنيټي شبکې د ګډ برخلیک ټولنې ابادي هم د زمانې له انتخاب او هم د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره سمون لري.

شي جين پينګ وویل، چې موږ پرمختګ ته لومړیتوب ورکوو او نور زیاتې ګټه اخیستونکې او سمسوره انټرنیټي شبکې دې جوړې کړو. موږ امنیت او خوندیتوب ته ډېره پاملرنه کوو او سوله ییزه او خوندې انټرنیټي فضا دې جوه کړو. موږ د تمدن تبادلې د هڅونې لپاره دې نورې ټولشموله انټرنیټي شبکې جوړې کړو.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې په مخابراتي او مالوماتي زمانه کې انټرنیټي فضا د ښکلې راتلونکې په اړه د انسانانو امید او هیلې د څرګندولو ډګر هم دی. نړیوال دې د انټرنیټي شبکې د ګډ برخلیک ټولنه اباده کړي او د مختلفو هېوادونو وګړیو ته دې نور زیاتې ګټې ورسوي او د انسانانو روښانه اینده دې په ګډه جوړه کړي.

د ۲۰۲۳م کال د نړۍ انټرنیټ کنفرانس د وو جن سرمشریزه د نومبر له ۸مې څخه تر ۱۰مې پورې د چین د جه جیانګ ولایت په وو جن ښار کې ترسره کېږي او عنوان يې دی(د ټولشموله، ډېر زیاتې ګټې اخیستونکي لرونکې او له ننګونې سره مقابله کوونکې ډجټلې نړۍ جوړونه، د انټرنیټي شبکې د ګډ برخلیک ټولنې ګډه ابادي)