د اسرائيلو د دفاع وزير بيني ګانتڅ د نومبر په ۷مه نېټه وويل چې د اسرائيلو ځمکني پوځيان د غزې د ښار مرکزي سيمو ته ننوتلي دي. د اسرائيل لومړي وزير بنجامین نتانیاهو په همدې ورځ وويل، که د حماس وسله وال نيول شوي کسان خوشي نه کړي، اسرائيل به اوربند ونه کړي.
نتانیاهو په همدې شپه په تل ابيب کې وینا وکړه او ویې ویل چې غزه اوس د اسرائیلو پوځ له خوا محاصره شوې. زرګونه فلسطیني وسله وال وژل شوي. ده ادعا کړې چې د اسرائیلو پوځ په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د حماس د قوماندې زيات مرکزونه او تونلونه له منځه وړي دي.