چين له اسرائيل او فلسطين څخه د متقابل دوښمنانه عملیاتو د ختمولو غوښتنه وکړه
CMG2023/11/08 11:02:20
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال استازي ګنګ شوانګ د نومبر په ۷مه نېټه د م م په عمومي اسامبله کې د وينا پر مهال له اسرائيل او فلسطين څخه د متقابلو دوښمنانه عملیاتونو د ختمولو غوښتنه وکړه.

ګنګ شوانګ وويل، د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د شخړو د نوي پړاو له پيلېدو راهيسې، په اشغال شويو سيمو کې د فلسطين خلک او په تېره بيا د غزې خلک له سختو ناورينونو سره مخامخ دي. دا باید یو ځل بیا روښانه شي چې د ملکي وګړو پر ضد هر ډول تاوتریخوالی او بریدونه دې وغندل شي او له نړیوالو قوانینو څخه د هر ډول سرغړونې مخالفت دې وشي. د ځواک بې توپیره استعمال، پر روغتونونو، ښوونځيو او د کډوالو پر کمپونو بريدونه د منلو وړ نه دي او بايد اجازه ورنکړل شي. د ملګرو ملتونو کارمندان، د بشري او طبي کارمندانو امنيت دې تامين شي.