افغان پولیسو د نومبر په ۷مه نېټه وویل، د همدې ورځې په شپه په کابل کې یوه چاودنه وشوه او له امله يې لږ تر لږه ۷ تنه ووژل شول او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.
د کابل د پولیسو ادارې ویاند خالد ځدراڼ د دې چاودنې په اړه خبري رسنیو ته وویل، کابل کې په یوه کوچني بس کې چاودنه وشوه او وژل شوي کسان ټول ملکي خلک دي.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې چاودنې پړه نه ده اخیستې.
(هیله)