موږ د چين او استراليا ترمنځ د اړيکو له ښه والي څخه څه الهام تر لاسه کولی شو؟
CMG2023/11/08 14:48:17
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۶مه نېټه په بېجينګ کې د استراليا له صدراعظم انټوني البانيس سره وکتل. د اسټرالیا صدراعظم اووه کاله وړاندې هم له چین څخه لیدنه کړې وه.

لويديځو خبري رسنيو د چین او اسټرالیا د مشرانو ترمنځ دغې کتنې په لوړه کچه پاملرنه کړې او په خبرونو کې يې ويلي: «چين او استراليا د خپلمنځي اړيکو د نوې پاڼې پر اړولو موافقه وکړه.))((وروسته له دې چې په تېرو زياتو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو کړکېچنتوب د دوه اړخيزې سوداګرۍ لپاره خنډونه جوړ کړي، د دواړو مشرانو دغې کتنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو کنګل مات کړی دی.»

شي جين پينګ په دغه کتنه کې البانيس ته وويل، دواړه خواوې بايد د نړيوالو حالاتو د هر ډول بدلون په حالاتو کې د چين او استراليا ترمنځ اړیکې د پرمختګ مناسب لوري ته سوق کړي، د ګډو ګټو له مخې دې د متقابل احترام او برابرۍ پر اساس سلوک، ګډو توافقاتو ته د تمرکز او همکارۍ په بڼه دوه اړخيزې اړيکې ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته دې پرمختګ ورکړي. البانيس وويل: استراليا او چين بېل سياسي نظامونه لري او د دواړو خواوو ترمنځ د توپيرونو شتون عادي وضعيت دی، خو توپير د دواړو هېوادونو د اړيکو اصلي بڼه نه ده، ځکه دواړه هېوادونه ډېرې ګډې ګټې لري او ډيالوګ او همکارۍ مناسب انتخاب دی.

پنځوس کاله مخکې د اکتوبر په پای کې، د استراليا وختي صدراعظم ادوارډ ګوګ وهيټلام ، چې د چين او استراليا ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګولو لپاره يې هڅې کړې، له بېجينګ څخه ليدنه وکړه. دغه کتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ يوه نښه بلل کيږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې له تېرو کلونو راهيسې په رکود کې راګير شوې. د استراليا خلک هيله لري چې له چين څخه د البانيس د دغې ليدنې له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو کنګل مات شي او د راتلونکو پنځوسو کلونو مزل به پيل شي. د استراليا راډيو کمپنۍ خبر ورکړ، چې د استراليا د بېلا بېلو برخو وګړي هيله لري چې چين ته د صدراعظم البانيس دغه سفر د دواړو هېواودونو ترمنځ اړيکې مناسب لوري ته ورسوي.

د چين او اسراتيا ترمنځ اړيکو پخوا په يوه موده کې د چين او لویديځو پرمختللو هېوادونو ترمنځ اړيکو کې مخکښ ځای ونيوه. چين د استراليا لومړی لوی سوداګريز ملګری دی او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تطبيق او د عصري کېدو بهير استراليا ته لوی فرصتونه برابر کړي او کوي يې. مګر، د استراليا د تېرو دوو دورو حکومتونو د امريکا د اسيا – پاسيفيک ستراتيژۍ  تعقيب کړې، د چين د هوا وې شرکت پر پنځه جي يې بنديز ولګاوه او د شينجيانګ او جنوبي سمندرګي چارو په اړه يې څو څو ځله د چین پرضد پاروونکي اقدامات خپل کړي. د استراليا دغې کړنې د چين او استراليا ترمنځ اړيکې خرابې کړې او هم يې د استراليا خپل ځان ته زيانونه رسولي دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د تېر کال په نومبر کې د اندونيزيا په بالي ټاپو کې له البانيس سره وکتل. دغې کتنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه والی هڅولی دی. رئيس شي په بېجينګ کې له نوموړي سره کتنه کې پر دې ټينګار وکړ، چې (( کوچنې کړۍ د نړۍ لويې ننګونې نه شي حلولی او کوچنی ګروپ د نړيوال وضعيت له اوسنيو لويو بدلونونو سره سمون نه شي خوړلی.)) (( موږ بايد د هغو بدو نيتونو پر وړاندې محتياط واوسو او ورسره دې مخالفت وکړو، چې غواړي په اسيا او ارام سمندر سيمه کې ګډوډۍ جوړې کړي. )) دغو خبرو په تېرو څو کلونو کې د چين او استراليا ترمنځ د اړيکو د مشکلاتو لاملونو ته اشاره کړې ده. دواړه هېوادونه بايد د تېرو کلونو له تجربو څخه درس واخلي او د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ سياسي بنسټ دې کلک کړي.

د استراليا صدراعظم البانيس چين ته په خپل سفر کې په ځانګړې توګه د چين د شپږم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی. نږدې ۲۰۰ استراليايي تصدۍ په دغه نندارتون کې ګډون لري او د چين د بازار په اړه باور او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا هيله يې ښودلې.

د دواړو هېوادونو مشرانو په دې کتنه کې وويل، چې دواړه هېوادونه به د اقليمي بدلون او زرغون پرمختګ په شمول نويو برخو کې همکارۍ زياتې کړي. اړوند کارپوه وويل، چې په چين کې د چيني شکله عصري کېدو بهير روان دی او په يادو برخو کې د همکاريو پياوړتيا د دواړو هېوادونو سوداګريزو همکاريو ته نوی خوځنده قوت برابرولی شي.

موږ هيله لرو، چې چين او استراليا په راتلونکو پنځوسو کلونو کې خپلمنځي تفاهم او اعتماد لا ټينګ کړي او د همکاريو له لارې ګډ پرمختګ تر لاسه کړي.