د مصر د بهرنیو چارو وزیر او د فتح جګپوړي چارواکي په غزه کې د سمدلاسي اوربند غوښتنه وکړه
CMG2023/11/08 11:29:14
شريکول:

د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري د نومبر په ۷مه نېټه په قاهره کې د فلسطین د الفتح غورځنګ د مرکزي کمېټې له سرمنشي جبريل رجوب سره وکتل. دواړو خواوو په غزه ټرانګه کې د سمدستي او بې شرطه اوربند پر تامينولو ټينګار وکړ.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت په همدې ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې يې د وزیر شکري له قوله ویلي چې ښکیلې خواوې باید سمدلاسه په غزه ټرانګه کې بې شرطه اوربند وکړي، د بشردوستۍ نړیوال قانون دې مراعات کړي او د غزې ټرانګې ته د مرستندویه توکو د لیږلو لار دې هواره کړي.

د فتح منشي له فلسطین څخه د مصر ملاتړ وستایه او و یې ویل چې فلسطین غواړي د دوه اړخیزو او حتی د نړیوالو مسئلو په اړه له مصر سره همغږی او مشورې وکړي.