لي چيانګ د کوته ديوا نوي صدراعظم روبرت بورغرای ممبي ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2023/11/08 10:57:38
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د نومبر په ۷مه نېټه د کوته د ديوا نوي صدراعظم روبرت بورغرای ممبي ته يو پيغام ولېږه.

لي چيانګ په دې پيغام کې وويل، چې چين او کوته ديوا ښه دوستان او ښه همکاران دي.  سږ کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی، اوس مهال د دواړو اړخونو ترمنځ اړيکې د ښه پرمختګ په حال کې دی، متقابل سياسي باور يې ورځ په ورځ زياتېږي او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې د دواړو خواوو لخوا د تر لاسه شويو لاسته راوړنو شمېر ډېر دي. چين له کوته ديوا سره د اړيکو پرمختګ ته ډېر اهميت ورکوي، زه غواړم چې له تاسو سره د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا لاسليک شويو موافقه ليکونو د عملي کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

(ژباړه: شکريه)