د نړۍ د پوهنې ملکيت حق سازمان څو ورځې مخکې په يوه راپور کې ويلي، چې په تېر ۲۰۲۲م کال کې د چين د امتیازي حقونو د غوښتنليکونو شمېر شاوخوا ۱ ميليون او ۶۰۰ زرو ته رسيدلی او په نړۍ کې يې لومړی ځای خپل کړی دی.
راپور وايي، چې د سږکال تر جون مياشت پورې، د چین د نوښتونو شمېر ۴ ميليونو او ۵۶۸ زرو ته رسېدلی، چې دغه شمېر يې هم په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۸مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې د پوهنې د ملکيت حق په برخه کې يې د هېواد برياليتوبونه څرګند شوي دي.
نوموړي ويلي، چې چين به د پوهنې د خپل ملکيت حق د کيفيت او موثريت د لوړولو لپاره پر له پسې هلې ځلې وکړي، د چاپېريال ساتنې او د ټولنیز نوښت په برخو کې به د دغو ملکیت حقونو رول زیات کړي.
وانګ ون بين تمه ښودلې، چې هېواد به یې له بېلابېلو هېوادونو سره تبادلې زياتې کړي، د پوهنې د ملکيت حق په نړيوالې ادارې کې به فعال ګډون ولري او د ټولنې پرمختګ د هڅونې لپاره به ګډې هڅې وکړي.