د فلسطين او اسرائيل ترمنځ پر روانې شخړې میاشت واوښته، خو لا يې هم د درېدو څرک نه دی لګيدلی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۸مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد به يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړي او د نړیوالې ټولنې د يو مسئولانه غړي په توګه د يادې شخړې له ښکېلو خواوو سره نظر تبادلې زياتې کړي او په سیمې کې به د عامو خلکو د امنيت، د وضعيت د ارامولو، د سوله ييزو مذاکراتو او د سولې د راوستلو په پار هڅې وکړي.
وانګ ون بين د فلسطين او اسرائيل ترمنځ په روانې شخړې کې پر مړو شويو کسانو خواشيني ښودلې او په غزې کې يې د بشري بحران پر لا سختېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي ويلي، چې چين له عربي او اسلامي هېوادونو څخه ملاتړ کوي، چې خپلمنځي يووالی وساتي او د اوربند او سوله ييزو مذاکراتو لپاره هڅې وکړي.
د منځني ختيځ په چارو کې د چين ځانګړی استازی جای جون به د نومبر په ۹مې نېټې فرانسې ته ولاړ شي او هلته به د غزې له عامو خلکو سره د مرستې په پار نړيوالې غونډې کې ګډون وکړي.