شي جين پینګ د کمبوډيا د خپلواکۍ د اويايمې کاليزې په پار نورودوم سهاموني ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2023/11/09 16:51:23
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر په نهمې نېټې د کمبوډيا د خپلواکۍ د اويايمې کاليزې په مناسبت د دغه هېواد پاچا نورودوم سهاموني ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

.نوموړي په پيغام کې ويلي، چې د کمبوډيا خلک په وروستيو کلونو کې د خپلو غوښتنو او مشخصاتو له مخې د ابادۍ په لور ګامونه اخلي او د خپل هېواد د ابادۍ په چارو کې يې فعاله ونډه اخيستې او ډېرې لاسته راوړنې لري.   

شي جين پينګ ويلي، چې چين به د کمبوډيا د عنعنوي او ښه ګاونډي په توګه د ثبات، پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې د دغه هېواد له هڅو څخه ملاتړ وکړي.

روان کال د چين او کمبوډيا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټینګېدو له ۶۵مې کاليزې سره یعنې د دواړو هېوادونو د دوستۍ له کال سره برابر دی.

شي جين پينک په پيغام کې له نورودوم سهاموني سره لېدنو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې هغه په بېجينګ او هانګ جو ښارونو کې له سهاموني سره ليدنې درلودې او په ګډه يې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ ښکلې نقشه ټاکلې ده.

نوموړي زياته کړې، چې هغه له کمبوډيا سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له پاچا سهاموني سره به د يادو اړيکو د ستراتيژيکې لارښوونې د پیاوړتيا او په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د باکيفيته او لوړې کچې ابادۍ لپاره هڅې وکړي..

  شي جين پينګ په همدې ورځ د کمبوډپا د خلکو ګوند رئیس هون سن ته هم د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.