ولاديمير پوتین د چين د کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کمېټې له مرستيال جانګ یو شیا سره وکتل
CMG2023/11/09 11:02:52
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د نومبر په ۸مې نېټې په پلازمېنې مسکو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کمېټې له مرستيال جانګ يو شيا سره کتلي دي.

پوتين له نوموړي سره په کتنې کې د روسيې او چين دوستانه اړيکې د نړۍ او سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګټورې بللې دي.

نوموړي ويلي، چې په وروستيو کلونو کې د روسيې او چين ترمنځ اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پر له پسې پرمختګ کړی او په نړيوالو څواړخيزو پلاټفورمونو (ملګرو ملتونو، شانګهای همکارۍ سازمان او برېکس) کې يې نژدې همکارۍ ساتلې دي.

پوتين د روسيې او چين د پوځونو تر منځ همکارۍ هم د ښه پرمختګ په حال کې بللي او په وينا يې، مسکو به له بېجينګ سره ستراتيژيکې تبادلې نورې هم پياوړې او د عملي همکاريو کچه به ورسره لوړه کړي او د دواړو هېوادونو او پوځيانو ترمنځ ژورو اړيکو ته به پر له پسې وده ورکړي.

جانګ يو شيا ويلي، چې د روسيې او چين مشرانو د روان کال په درشل کې دوه ځلې ليدنې کړي او يو لړ مهمو پرېکړو ته رسېدلي او د دواړو هېوادونو د اړيکو نوې طرحه يې جوړه کړې ده.

نوموړي ويلي، چين به له روسيې سره د دواړو مشرانو ترمنځ د شوې پرېکړو د عملي کولو، د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د عملي همکاريو د لا پياوړتيا، د ګډو ګټو د ساتنې او د نړۍ او سيمه ييزې سوکالۍ او ثبات د ساتلو لپاره کوښښونه وکړي.

(ژباړه: شکريه)