د چين شپږم نړيوال وارداتي نندارتون د کمربند او لارې د ابادۍ د برخه والو هېوادونو سوداګرو ته نوي فرصتونه برابر کړي
CMG2023/11/09 13:04:45
شريکول:

روان کال د کمربند او لارې وړانديز له لسمې کليزې سره برابر دی. د چين د وارداتو په شږم نړيوال نندارتون د برخه والو هېوادونو په نندارځي کې له ۹۰ سلنې زيات برخه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ ګډون کوونکي هېوادونه دي. د تصديو په نندارځي کې له ۳۴۰۰ نړيوالو تصديو څخه څه باندې ۱۵۰۰ تصدۍ د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له ګډون کوونکو هېوادونو څخه راغلي. دغو بهرنيو تصديو او سوداګرو د چين د بازارونو په اړه معلومات تر لاسه کړي او نوي فرصتونه يې پيدا کړي دي.

د افغانستان، پاکستان، سوريې او قزاقستان ځانګړي توليدات په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي. افغان سوداګر علي فياض د څلورم ځل لپاره د چين د وارداتو په نړيوال نندارتون کې برخه لري او په روان نندارتون کې يې د خپل ټاټوبي انار نندارچيانو ته وړاندې کړي. هغه زموږ خبريال ته وويل: (( انار د افغانستان له ځانګړو توليداتو څخه دي، پوستکی يې نازک دی او د لعل په شان سور رنګ لري. زموږ په نندارځي کې چيني ملګرو او نندارچيانو ته انار برابر شوي، دوی د افغان انارو خوند ډېر خوښوي.  ))

نوي زيلاند په ۲۰۱۷م کال کې له چين سره د کمربند او لارې د همکارۍ پياوړتيا يادښت لاسليک کړی او په دې سره يې په لويديځو پرمختللو هېوادونو کې د کمربند او لارې د همکاريز سند لومړی لاسليک کوونکی هېواد ګرځيدلی دی. چين او نوي زيلاند په ۲۰۲۱م کال کې د ازادې سوداګرۍ تړون د لوړوالي او بشپړېدو په اړه قرارداد لاسليک کړی. د دواړو خواوو د ازادې سوداګریزې اړیکې د هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون (RCEP) په پار لا ټينګې شوې. د نوي زيلاند د يوې تصدۍ مشر خبريال ته وويل، د ده د تصدۍ په نړيوال کار و بار کې د چين ونډه له ۶۰ سلنې زياته ده او له دې امله تصدۍ يې د چيني مشتريانو د اړتياوو په اړه د معلوماتو او چيني بازارونو ته د خپلو توليداتو د عرضې لپاره مسلسلې هڅې کړې او کوي يې. نوموړي په ټينګه وويل، تصدۍ يې البته چين تر ټولو مهم او ستر اهميت لرونکی بازار بللی.

لا زياتو بهرنيو تصديو له تېرو شپږو کلونو راهيسې د کمربند او لارې وړانديز او د چين د نړيوال وارداتي نندارتون په رڼا کې د چين له ورخلاصون او پرمختګ څخه ګټور فرصتونه اخيستي او په چيني بازارونو کې يې خپل کار و بار پراخ کړی دی. د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د پرمختيايي هېوادونو د برخه والو سوداګرو او منځنيو او کوچنيو تصديو لپاره ستره صحنه برابره کړې.

د چين د بهرنيو ژبو ادارې د اسيا او ارام سمندر سيمې د خپرونې مرکز برازيلي خبريال رافير زيربيټو خبريال ته وويل، د چين نړيوال وارداتي نندارتون د کمربند او لارې په ابادۍ کې مهم رول لوبوي او چيني بازارونو ته د بهرنيو تصديو د ننوتلو تر ټولو لوی ډګر بلل کيږي. دغه نندارتون نه يوازې لويو تصديو ته فرصتونه برابر کړي، بلکې منځنيو او کوچنيو تصديو ته يې فرصتونه رسولي دي. د بېلګې په توګه، د دغه نندارتون د برازيل په نندارځي کې د برازيل زيات کرنيز توليدات نندارې ته وړاندې شوي، چې دغه توليدات د منځنيو او کوچنيو تصديو له خوا توليد شوي، نه د لويو تصديو له خوا.

د چين شپږم نړيوال وراداتي نندارتون د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو د تطبيق د ۴۵مې کليزې او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د لسمې کليزې په درشل کې جوړ شوی. د کمربند او لارې د نړيوالو همکاريو درېيم فورم لږه موده مخکې په بېجينګ کې په برياليتوب تر سره شوی. چين په دغه فورم کې د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ د ملاتړ لپاره ۸ عملي موارد اعلان کړي، چې د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ابادۍ او د علمي او ټکنالوژي نوښتونو د هڅونې ملاتړ کوونکي تدبيرونه پکې شامل دي.  د هونګ چياو شپږم نړيوال اقتصادي فورم (( د ۲۰۲۳م کال لپاره د نړۍ د ورخلاصون راپور )) خپور کړ، چې له مخې يې، په ۲۰۲۲م کال کې د نړۍ د ورخلاصون شاخص 0.7542 دی، چې د ۲۰۲۱م کال په پرتله 0.4٪ ټيټ شوی. مګر له ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې د چين د ورخلاصون شاخص له 0.6789 څخه 0.7517 ته لوړ شوی.

د چين د وارداتو نړيوال نندارتون نه يوازې د سوداګريزو توکو د معاملو ډګر دی، بلکې د نړيوال نوښت لپاره يې ښه زمينه هم برابره کړې ده. له دې سره، چې د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ راتلونکي لس کلن مزل پيليږي، زياتېدونکې تصدۍ به د نوموړي نندارتون له لارې په چين کې پانګونه وکړي او ترې به نه يوازې تړونونه، د کار و بار پراخوالی او نوښتونه واخلي، بلکې د چيني شکله عصري کېدو له بهير څخه به بې شمېره فرصتونه تر لاسه کړي.