اروپايي ټولنه ښايي ګرجستان ته د نوماند هېواد حيثيت ورکړي
CMG2023/11/09 14:59:55
شريکول:

د اروپايي ټولنې کمېټې د نومبر په ۸مې نېټې د دغې ټولنې سرمشريزې ته وړانديز کړی، چې ګرجستان ته د نوماند هېواد حيثيت ورکړي.

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشران به د نومبر په ۱۴مې او۱۵مې نېټې په سرمشريزې کې د دغه وړانديز په هکله بحث او خبرې وکړي.

د اروپايي ټولنې کمېټې په همدې ورځ په دغې ټولنې کې د ګرجستان د شاملېدو د ۲۰۲۳م کال راپور خپور کړی او پکې يې ويلي، چې ګرجستان له اروپايي ټولنې سره د تماسونو د پياوړتيا په پار ټاکلي تدبیرونه عملي کړي، د اصلاحاتو ګامونه يې پورته کړي او له جرمونو سره د مبارزې، جنسي مساواتو، د فساد ضد د مبارزې، د عامه ادارې د اصلاحاتو په شمول ځينو برخو کې يې د پرمختګ ګامونه پورته کړي دي.