د نړۍ انټرنيټ کنفرانس ابي کتابونه خپاره کړل
CMG2023/11/09 14:57:46
شريکول:

د ۲۰۲۳م کال د نړۍ انټرنيټ کنفرانس سرمشريزه د چين د جه جيانګ ولایت په وو جن ښار کې ترسره شوه او د نومبر په ۸مې نېټې يې دوه ابي کتابونه «د ۲۰۲۳م کال د نړۍ د انټرنيټ پرمختګ راپور» او «د ۲۰۲۳م کال د چين د انټرنيټ پرمختګ راپور» خپاره کړي دي.

«د ۲۰۲۳م کال د چين د انټرنيټ پرمختګ راپور» کې راغلي، چې د روان کال تر جون پورې په چين کې د انټرنيټ له لارې د طبي خدمتونو د کاروونکو شمېر ۳۶۴ ميليونو تنو ته او په کليوالو سيمو کې د انټرنيټ د تعميمېدو انډول ۶۰ اعشاريه ۵ سلنې ته رسېدلی دی او اوسمهال ډيجيټلي ټېکنالوژي د دغه هېواد د خلکو په ورځني ژوند کې ډېره کارول کېږي.

راپور وايي، چې چين د انټرنيټ په برخه کې د نړۍ د ټولشموله پرمختګ لپاره هم هڅې کوي.

« د ۲۰۲۳م کال د نړۍ د انټرنيټ پرمختګ راپور» کې په اشارې ويل شوي، چې چين د ډيجيټلي عامه خدمتونو د سويې لوړتیا، د انټرنيټي معلوماتو د ټېکنالوژۍ د پوره استفادې، د نړيوالو همکاريزو زده کړو د انلاين نمونوي ډګر جوړونې لپاره ډېر کوښښونه کړي، د انټرنيټ له لارې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په چارو کې يې د نړيوالو همکاريو هڅونې، د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان په شمول د ځينو ډګرونو له لارې يې د ډيجيټلي ټېکنالوژۍ په وسيله د بېوزلۍ کموالو د تجربو د شريکولو په چارو کې مهم رول لوبولی دی.