د تمدني تبادلې او نړيوال پرمختګ فورم د نومبر په اتمې نېټې په بېجينګ کې پرانيستل شو، چې درې ورځې به دوام ولري.
دغه فورم د چين د کمونېست ګوند مرکزي پوهنځي ( یعنې د چین د دولت اداري پوهنځي) په کوربتوب ترسره کيږي، چې منځپانګه يې د تمدن په خپرېدو او عصري کېدو او په پرمختګ ورټوله ده.
د چين د دولت اداري پوهنځي د ياد فورم موخه د تمدنونو ترمنځ د تبادلې او ډيالوګ پياوړتيا او د نړيوالو افکارو، نظام، علمي او تخنيکي نوښت او دواملرونکي پرمختګ پرمخبيول ښودلي دي.
په دغه فورم کې د دېرشو هېوادونو د سياستوالو، صنعتګرو، د فکري ارګانونو کارپوهانو، پوهانو، کلتوري شخصيتونو او په چين کې د ځينو هېوادونو سفيرانو او ډيپلوماتانو په شمول شاوخوا ۱۵۰ کسانو برخه اخيستې ده.
د مالوماتو له مخې، د دغه فورم په څنډې کې به د چيني او اروپايي تمدنونو ترمنځ د تبادلې او د تمدني تجربو د زده کړې، د چين او منځنۍ اسيا دعصري کېدو د پرمختګ او د لارښوونکي توان د پياوړتيا او د چين او عرب د تمدنونو د تبادلې او د عصري کېدو پرمختګ په نوم فارعي فورمونه او غونډې هم ترسره شي.