د استراليا صدراعظم انتوني البانيس د روانې مياشتې په څلورمې نېټې له چين څخه څلور ورځنۍ رسمي ليدنه وکړه.
نوموړي د چين د دولت رئيس شي جين پینګ او صدراعظم لي چيانګ په شمول ځينو چيني مشرانو سره لېدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په باب يې ورسره د نظريو تبادلې کړې دي او ګډو نظريو ته ورسره رسيدلی دی.
البانيس خبري رسنيو ته د دواړو خواوو ترمنځ پر تماس نيولو خوښي ښکاره کړې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په اتمې نېټې يوې خبري ناستې ته د انتوني البانيس دغه سفر ډېر مهم بللی او ويلي يې دي، چين به له استراليا سره يو ځای د مشرانو د ګډو او مهمو نظريو تر لارښوونې لاندې د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو په نوي پيل کې د خپلمنځي اړيکو د ښه والي او پرمختګ لپاره هڅې وکړي.