د اسرائيل صدراعظم نيتانياهو د نومبر په ۸مې نېټې ويلي، څو چې د فلسطيين وسله واله ډله اسرائيلي بنديان خوشي نه کړي، تر هغه وخت پورې به ورسره اوربند ته غاړه کېنږدي. د اسرائيل د حکومت مطبوعاتي دفتر په يوې اعلاميې کې ويلي، چې نيتانياهو يادې څرګندونې په همدې ورځ د دفاعي ځواکونو مرکزي قومندانۍ کې يوې غونډې ته کړې دي. د مالوماتو له مخې، قطر او مصر د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د همغږۍ او غزې ته د بشري مرستو د رسېدو او د اوربند لپاره هڅې پېل کړې دي.