د اوکراين کړکېچ ملاتړي لوري ستومانه شوي
CMG2023/11/10 15:10:00
شريکول:

د امريکا سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا د ستراتيژيکې تبادلې همغږي کوونکي جان کربي د نومبر په ۸مه نېټه وويل، چې د اوکراين کړکېچ له سختېدو وروسته له دغه هېواد سره د امريکا د مالي مرستو ٪۹۶ برخه لګول شوې ده.

د جو بايډن حکومت له دې نه مخکې کانګريس  ته له اوکراين سره د نويو مالي مرستو غوښتنه کړې، مګر د جمهوريپال ګوند د غړو د مخالفت له امله رد شوی دی. د خبر له مخې، د امريکا اړوندې حکومتي څانګې سناتورانو ته خبرداری ورکړی، چې د امريکا له لا زياتو مرستندويه پيسو پرته، کيف به د اقتصادي پاشلتیا له خطر سره مخ شي. د امريکا د تازه سروې له مخې، د هغو امريکايانو شمېر کم شوی، چې له اوکراين سره د لا زياتو مرستو د برابرولو ملاتړ کوي.

څېړونکي په دې نظر دي، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ تقابل روان دی او تر یوې مودې به دوام ولري. د اوکراين کړکېچ په اړه د ستومانتيا احساساتو په مناسبت د اروپايي او امريکايي خبري رسنيو خبرونه ورځ تر بلې زياتېږي او له اوکراين سره د لا زياتو مرستو په برخه کې د لوېديځو هېوادونو خلک د ملاتړ کچه ټيټه شوې ده. که څه هم امريکا او نورو لوېديځو هېوادونو د فلسطين او اسرائيل ترمنځ شخړې ته ځينو پام وراړولی، خو دغه هېوادونه به له اوکراين سره مرستو ته دوام ورکړي. اوسمهال روسيه او اوکراین دواړه غواړي، چې خپل نظامي عمليات پراخ کړي. ياد وضعيت ته په کتو، د سولې د خبرو اترو امکان نه پيدا کېږي.

د څېړونکو په اند، د اګست له نيمايۍ راهيسې په بېلا بېلو لورو د اوکراين د ځواکونو ځوابي بريدونه په رکود کې راګير شوي او د روسيې ځواکونو په بريدونو پيل کړی، خو دواړو خواوو د ليدو وړ برياليتوب نه دی تر لاسه کړی. د روسيې د عامه افکارو عمده نظريه دا ده، چې د اوکراين ځوابي بريدونه ناکام شوي دي او په راتلونکي کې به د نويو ځوابي بريدونو د تنظيمولو توان او سرچينې ونه لري. سربېره پر دې، ځکه امريکا د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړې په چارو بوخته ده، له امريکا څخه د نورو مرستو تر لاسه کول د اوکراين لپاره اسانه چاره نه ده. د اوکرايني ځواکونو عمومي قوماندان په روانه مياشت کې د برېټانوي مجلې (( ايکونومسيټ)) خبريال ته وويل، چې د دواړو خواوو جنګي چارې د رکود او مصرف په بڼه نوې مرحلې ته داخلې شوې دي.

د اوکراين کړکېچ په اړه د نړيوالې ټولنې پاملرنه ټيټه شوې او د امريکا او نورو لوېديځو هېوادونو خلک د اوکراين په دوامدار کړکېچ ستړي شوي دي.

له تېرو څو مياشتو راهيسې له اوکراين سره د مرستو په اړه د امريکايانو د ملاتړ انډول ټيټ شوی. د ګالوپ يوه سروې ښيي، چې د ۴۱٪ ګډون کوونکو په اند، امريکا له اوکراين سره زياتې مرستې کړې دي. خو له دريو مياشتو مخکې، دغه انډول يوازې ۲۴٪ ښيي.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي د نومبر په ۵مه نېټه د امريکا د اېن بي سي په يوه خپرونه کې د جنګي چارو د رکود په اړه خبر رد کړ او له امريکا څخه يې اوکراين ته د لا زياتو نظامي تجهيزاتو د برابرولو غوښتنه وکړه. د معلوماتو له مخې، د تېر کال له فبرورۍ راهيسې امريکا له دغه هېواد سره د ۷۵ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت نظامي، بشري او پولي مرستې کړې دي، خو د لا زياتو مرستو پلان د امريکا په کانګريس کې د جمهوريپال ګوند د غړيو له سخت مخالفت سره مخ دی.

د امريکا دوو چارواکو چې نه غواړي نومونه يې ياد شي، د اېن بي سي خبريال ته وويل، چې د امريکا، اروپايي هېوادونو او اوکراين حکومتونه د اوکراين کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د سوله ييزو خبرو اترو د شونتيا په اړه بحث کوي او د بحث په موضوعاتو کې هغه مسئله شامله ده، چې اوکراين ښايي د تړون د لاسليک لپاره ځينې مصلحتونه ومني.

زيلينسکي د ياد خبر په اړه وويل، چې امريکا او اروپايي ټولنې پر هغه فشار نه دی اچولی او ورڅخه يې هغه غوښتنه نه ده کړې، چې د مهمو مسئلو په برخه کې روسيې ته غاړه کېښودل په پام کې ونيسي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې اوکراين له روسيې سره سوله ييزو خبرو اترو ته چمتو نه دی.

د کرېملېن ماڼۍ څو څو ځله ويلي، چې اوسمهال د سولې په لوري د اوکراين حالاتو د غور په اړه هېڅ مخکښ شرط نشته. د روسيې ټاکلې موخه يوازې په نظامي طريقه پوره کېدای شي.

څېړونکي په دې نظر دي، چې د روسيې او اوکراين د موخو ترمنځ ستر توپيرونه دي او د خبرو اترو امکانات تر اوسه زيات نه ښکاري او له اوکراين سره د امريکا او اروپايي هېوادونو ملاتړ کوونکې کړنې نه دي بندې شوې، چې له دې امله د اوکراين کړکېچ د حل احتمال ټيټ دی.