د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو دفتر مشر وانګ يي د نومبر په ۹مې نېټې په بېجينګ کې د جاپان د کابينې له ځانګړي سلاکار او د دغه هېواد د ملي امنيت رئيس تاکيو اکيبا سره کتلي دي.
وانګ يي له نوموړي سره په کتنې کې د چين او جاپان د اوسنيو اړيکو په اړه اصولي دريځ روښانه کړی او د دواړو خواوو د اړيکو د ښه والي او پرمختګ لپاره يې سمه لار روښانه کړې ده.
دواړو خواوو د چين او جاپان په څلورو سياسي سندونو کې پر ټاکلو اصولو يو ځل بيا ټينګار کړی او هوکړه يې کړې، چې د دوه اړخيزو اړيکو د سالم او باثباته پرمختګ لپاره به ګډ کوښښونه وکړي او خپلمنځي تبادلو ته به دوام ورکړي.
وانګ يي په خپلو خبرو کې سمندر ته د فوکوشيما د اټومي ککړو اوبو د ايستلو، تايوان او ځينو نورو تاريخي مسئلو په اړه د چين دريځ او انديښنې روښانه کړي او پر دې يې ټينګار کړی، چې جاپان بايد د خپلمنځي اړيکو د ښه والي لپاره عملي اقدامات وکړي.
(ژباړه: شکريه)