د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د نومبر په ۱۰مې نېټې(( په نوې زمانې کې د شي ځانګ کورواکې سيمې د ادارې لپاره د ګوند اقدامات او تاريخي لاسته راوړنې )) په عنوان سپين کتاب خپور کړی دی.
په ياد کتاب کې ويل شوي، چې شي ځانګ د ايکولوژيکي چاپېريال ساتنې ته لومړيتوب ورکړی، د چاپېريال ساتنې او پرمختګ ترمنځ اړيکې يې په سمه توګه اداره کړي، د دوامدار پرمختګ اصل يې مراعات او په هېواد او حتی نړۍ کې يې د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتنې نمونه جوړه کړې ده او چارو يې پر ايکولوژيکي چاپېريال مسلسلې ښې اغيزې پرېباسلې دي.
د ياد سپين کتاب له مخې، شي ځانګ له ٢٠١٨م کال راهيسې د غرونو، سيندونو، ځنګلونو، څړځايونو، جهيلونو، واښو، شګو او يخونو د ګډې ساتنې او بيارغونې لپاره په ټوليزه توګه ۴ ميليارډه او ۹۳۳ ميليونه يوانه لګولي او د ځنګلونو، لندبلونو، واښو او لندو ځمکو د ساتنې ميکانيزم يې جوړ کړی دی.
په دغه کتاب کې راغلي، چې شي ځانګ د بېوزلۍ له منځه وړلو څخه اوس د ايکولوژيکي بډاينې په لور ګامونه اخلي.
د شي ځانګ ادارې له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې، هر کال خلکو ته په منځني ډول ۲۰۱۶۵ لکه او ۳۷۷ زره د ايکولوژۍ ساتنې دندې برابرې کړي او د ايکولوژيکۍ ساتنې لپاره يې ټولټال ۱۲ ميليارډه او ۶۳۷ ميليونه يوانه لګولي دي.
(ژباړه: شکريه)