د چين د کرنيزو توليداتو شلمه نړيواله معاملوي غونډه د نومبر په نهمې نېټې د شان دونګ ولایت په چينګ داو ښار کې پرانيستل شوه.
ياده غونډه د چين د کرنې او کليوالو سيمو وزارت او د سيمه ييز حکومت په کوربتوب ترسره کيږي، چې نژدې د درې زرو تصديو استازو پکې ګډون کړی او په څنډې کې يې په يوه نندارتون کې څه باندې شل زره ډوله توليدات نندارې ته وړاندې شوي، چې د بېلا بېلو ځايونو څه باندې دېرش زره پېريدونکي يې راجلب کړي دي.
د دغه نندارتون پراخوالی ۱۲۰ زره متره مربع ښودل شوی، چې د غوړيو، سبزيجاتو، څارويو، سمندري توکو، چای او کرنيزو توليداتو په شمول يوولس نندارځي پکې جوړ شوي دي.
په ياد نندارتون کې د سريلانکا، قرغيزستان، ازبکستان، ایران، روسيې، فيليپين او يوګاندا په شمول د اتلسو هېوادونو او سيمو تصدۍ ګډون لري.