د چين بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ اعلان کړی چې د چين د دولت رييس شي جين پينګ به د امريکا د ولسمشر جوبايډن په بلنه د نومبر له ۱۴مې تر ۱۷مې پورې د امريکا سانفرانسیسکو ته سفر وکړي او هلته به له بايډن سره وګوري.
دې ويلي چې شي جين پينګ به په همدې وخت کې د اېپيک (APEC) د مشرانو په ۳۰مه غير رسمي غونډه کې هم ګډون وکړي.